د وړمې شپې زلزله کې د قربانیانو شمېر نږدې سلو تنو ته ورسېد

د وړمې شپې زلزله کې د قربانیانو شمېر نږدې سلو تنو ته ورسېد


  • 1 کال دمخه (23/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 691

سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د وړمې شپې زلزلې له امله پنځه کسان مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي دي. 

د تېرې چهارشنبې په شپه د ماخوستن نهه بجې او شل دقیقې یوې زورورې زلزلې د هېواد شمال‌ لوېدیځ، مرکزي، ختیځ او سوېل‌ ختیځ ولایتونه ولړزول؛ دغه‌راز د زلزلې ټکانونه په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم محسوس شوي دي. 

د راپورونو له مخې، ډېری مالي او ځاني زیانونه په بدخشان، تخار او لغمان ولایتونو کې اوښتي دي. 

دغه راز په بېلا بېلو ولایتونو کې ۶۶۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي.