سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) په بدخشان ولایت کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین ویلي، دا پېښه د تګاب کشم ولسوالۍ په «شهیدګان» کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې څوماشومانو چې یو لاسي بم یې موندلی و او هغه یې له نورې وسپنې سره د پلور لپاره لېږداوه، پرې چاودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې په غور ولایت کې هم د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.