زیلنسکي: هیله لرم، چې روژه کې به د روسیې له شره وژغورل شو

زیلنسکي: هیله لرم، چې روژه کې به د روسیې له شره وژغورل شو


  • 1 کال دمخه (24/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 473

سمسور نیوز (۴وری۱۴۰۲) په جګړه کې د ښکېل هېواد اوکراین ولسمشر د روژې میاشتې په راسېدو سره هیله ښودلې، چې د روژې میاشتې د دعا ځواک به اوکراین د ملحدې روسیې له شره وژغوري.  

ولادیمیر زیلنسکي ویلي، روسیه په هېڅ څه باور نه لري، ځکه کولای شي هر وحشت ترسره کړي.  

نوموړي زیاته کړې، پرېږدئ روانه روژه په سوله، ارامۍ او د روسیې له یرغل څخه په خلاصون پای ته ورسېږي. 

پر اوکراین د روسیې له پوځي برید څه باندې یو کال تېر شوی؛ خو لاهم دغه جګړه دوام لري او برخلیک یې څرګند نه دی.