دفاع وزارت: ۳۰۰ تخریب شوي پوځي وسایط بېرته ترمیم او فعال شوي

دفاع وزارت: ۳۰۰ تخریب شوي پوځي وسایط بېرته ترمیم او فعال شوي


  • 1 کال دمخه (24/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 482

سمسور نیوز (۴وری۱۴۰۲) ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې ۳۰۰ ډوله پوځي وسایط چې ویجاړ او د کارونې وړ نه وو، د دغه وزارت د تخنیکي ټیم یې بېرته ترمیم او فعال کړي دي.  

دغه وزارت په خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۵۰ انټرنیشنل کاماز موټر، ۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴ اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ غټ او کوچني پور کلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي. 

د یادونې وړ ده، چې د تېر حکومت د سقوط پر مهال سلګونه پوځي وسایط تخریب او له منځه یوړل شول، چې اوس تخنيکي ټيمونو یې د بېرته فعالېدو لپاره کار کوي.