م، م کې د اماراتو استازې او ګرېفټس د افغانستان پر وضعیت بحث کړی

م، م کې د اماراتو استازې او ګرېفټس د افغانستان پر وضعیت بحث کړی


  • 1 کال دمخه (25/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 750

سمسور نیوز (۵وری۱۴۰۲) په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو استازې لانا نسیبې د بشرپاله مرستو چارو کې د یاد سازمان د عمومي منشي له مرستیال مارټین ګرېفټس سره کتنه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

نسیبې پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، په دې کتنه کې یې له ګرېفټس سره د سوریې وضعیت تر څنګ له افغانانو د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي. 

نوموړې زیاته کړې، په کتنه کې له افغانانو د ملاتړ په تړاو د امنیت شورا د تصویب شویو پرېکړه ‌لیکونو په اړه هم بحث شوی.