کرکټ بورډ: د لوبې غوره لوبغاړو ته له افغاني لاجوردو جوړې جایزې ورکوو

کرکټ بورډ: د لوبې غوره لوبغاړو ته له افغاني لاجوردو جوړې جایزې ورکوو


  • 1 کال دمخه (25/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 731

سمسور نیوز (۵وری۱۴۰۲) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې د افغانستان د لاجوردو څخه جوړې شوې دي، لاجورد هغه قیمتي ډبره ده چې د زرګونه کلونو لپاره د افغانستان په غرونو کې پاتې شوې ده او د ځواک، مبارزې او ځیرکتیا بېلګه ګڼل کېږي. 

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دا بې سارې جایزې به د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لوبغاړو د وړتیا او ژمنتیا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاریخي سیالیو کې غوره لوبغاړو ته ورکول کېږي.  

یاده دې وي چې له پاکستان سره د تېرې شپې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو، چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او د لاجوردو جوړه شوې جایزه ورته ډالۍ شوه.