پاکستان: د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترورېستي ډلو پر ضد ګامونه واخلي

پاکستان: د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترورېستي ډلو پر ضد ګامونه واخلي


  • 1 کال دمخه (26/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 498

سمسور نیوز (۶وری۱۴۰۲) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوې خبري ناسته کې ویلي، دوی د امنیتي مسایلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

اغلې بلوچ زیاته کړې، پاکستان تمه لري، چې افغان چارواکي د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګامونه واخلي، څو د پاکستان خلکو او امنیتي ځواکونو ته ګواښ پېښ نه شي.

اسلامي امارت تر دې دمه په‌ دې اړه څه نه‌ دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې په ځلونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي.