سمسور نیوز (۶وری۱۴۰۲) افغان چارواکي وايي، دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډیپلوماټان لېږلي او هڅه کوي، چې نورو ډیپلوماټیکو استازولیو ته هم خپل ډیپلوماټان واستوي.
د اسلامي امارات ویاند ذبیح الله مجاهد تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تېر حکومت ډیپلوماتان له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی ایران، ترکیې، پاکستان، روسیې، چین، قزاقستان او نورو عربي یا هم افریقايي هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي.
که څه هم تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو پاکستان، ترکیې، قطر او چین په افغانستان کې فعال ډیپلوماتیک ماموریتونه لري.