حقاني کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې

حقاني کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (26/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 653

سمسور نیوز (۶وری۱۴۰۲) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره کتلي دي او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې خلیل الرحمن حقاني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند، د حج د مراسمو پر مهال د افغانانو د تګ-راتګ، د کډوالو چارو وزارت له اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو افغانانو د جسدونو د لېږد  په برخه کې د همکاريو غوښتنه کړې ده.

یاد وزارت د ایران سفیر له قوله لیکلي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړېکې لا نږدې کړي او په ایران کې د افغان کډوالو شته ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.