هېواد کې وروستیو اورښتونو او زلزلې د لسو کسانو ژوند اخیستی

هېواد کې وروستیو اورښتونو او زلزلې د لسو کسانو ژوند اخیستی


  • 1 کال دمخه (28/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 692

سمسور نیوز (۸وری۱۴۰۲) هېواد کې د وروستیو اورښتونو او زلزلې له کبله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري له لومړنۍ نېټې تراوسه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلې له امله لس تنه وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، په ورته مهال ۱۷۷۹ استوګنیز کورونه ویجاړ او ۲۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.  

بل لورته د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې، توفان او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د هېواد ډېر ولایتونه د شدیدو اورښتونو شاهدان وو.