د (په کې ) او ( پکې ) د کارولو ځایونه سره جلا دي. که يې سره بېل ولیکو، د سربل او وستربل په توګه کاریږي چې طبعا په منځ کې يې نوم او صفت راځي خو که يې سره ګډ ولیکو، بیا د ظرفي نومځري دنده ترسروي.
په کې :
دلته ( په ) سر بل(preposition) دی، چې په انګرېزي کې (in) او په دري کې ( در) دی.تر نوم وړاندې راځي او ( کې ) وستربل دی چې تر نوم وروسته راځي. د ( په ) او ( کې ) دواړو بېل لیکل د چیرته پوښتنې لپاره ځواب دی. مخکې مو وویل، چې که د ( په ) او ( کې ) تر منځ نوم وي، نو طبعا بېل لیکل کېږي او د ( پکې ) په منځ کې بیا نوم نشته، خو ورباندې پوهیدل هم مهم دي.
زه په کور کې وم چې تا زنګ را وواهه.
زه په بازار کې له هغه سره مخ شوم.
پکې :
(پکې) یو مشخص ځای او کار ته اشاره کوي. دغه راز په ځینې جملو کې د ( اړه ) مانا هم ورکوي.
د یو څه شي په اړه معلومات غواړو چې پيدا کړو، د یو چا نظر پرې غواړو ، سپيناوی يې مهم وي نو هغه خبره، تور، موضوع او ... ورته یادوو بیا ورته وايو چې اوس ته پکې څه وايې؟ دلته ( اوس ته پکې څه وايې) موخه داده چې اوس پدې اړه ته څه و ايې؟
په دې جمله کې:
زه په بازار کې له هغه سره مخ شوم، د ( پکې ) اړتیا نشته خو که جمله بشپړه نه وي او لا هم مفهوم پاتې وي، طبعا (پکې) ته اړتیا شته.
زه په بازار کې له هغه سره مخ شوم، چې پکې ستا زنګ راغی.
زه په بازار کې له هغه سره مخ شوم، چې پکې ته را یاد شوې.
زه په بازار کې له هغه سره مخ شوم، چې پکې د چکر خبره غوټه شوه.
او ...
د ( پکې ) په برخه کې مو د ضمیر خبره وکړه ، پدې جمله کې :
ننګرهار ته لاړم، ګرمي پکې وه.
دلته (پکې) د ننګرهار لپاره ضمیر دی چې له لوستونکي سره پوښتنه نه پاتيږي بلکې د همدې ( پکې ) په لوستلو سره پوهيږي چې ګرمي ننګرهار کې وه.
دا جمله چې څومره هم اوږدوو او موخه په ننګرهار کې وي نو ( پکې ) سره يې اوږدوی شو، بیا ننګرهار ته اړتیا نشته. مثلا
ننګرهار ته لاړم، ګرمي پکې وه، ګڼه ګوڼه پکې وه ، قیمتي پکې وه. او...
دلته لوستونکی پوهېږي چې متکلم يې د بل ځای نه بلکې د ننګرهار په اړه غږيږي.