کابل ته د اروپایي ټولنې د روغتیایي توکو مرسته رارسېدلې

کابل ته د اروپایي ټولنې د روغتیایي توکو مرسته رارسېدلې


  • 1 کال دمخه (30/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 653

سمسور نیوز (۱۰وری۱۴۰۲) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت خبر ورکوي، چې کابل ته یې د سل ټنه طبي توکو او درملو یوه بله کڅوړه رسېدلې ده. 

دې ماموریت پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له لارې کابل ته رسېدلې.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت همدارنګه ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې دا له اړمنو افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو ۲۸مه کڅوړه ده چې د بشردوستانه هوایي دهلیز له لارې افغانستانه رسېدلې.

دې ماموریت دغه راز ژمنه کړې، چې له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.