نامعلومو وسله والو لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نامعلومو وسله والو لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (30/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 686

سمسور نیوز (۱۰وری۱۴۰۲) په پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي، په خیبر پښتونخوا کې د نامعلومو وسله‌والو په برید او ماین چاودنه کې څلور  پولیس وژل شوي او شپږو نور  ټپيان  شوي دي.

د پولیسو ځایي مشر اشفاق خان ویلي، څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره هغه مهال ووژل شول، چې پر موټر یې په لاره کې یو ښخ شوی ماین وچاودېد.

دغه پولیس سیمې ته د دې لپاره تلل، چې هلته د پولیسو پر یوه ماموریت د وسله‌والو د برید په وړاندې د خپلو همکارانو ملاتړ وکړي. 

د پولیسو پر ماموریت په دغه برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو ی ټي ټي پي د دواړو بریدونو مسولیت منلی دی. 

دې ډلې وروسته له هغې په پاکستان کې بریدونه  زیات کړي چې، د نومبر په میاشت کې یې د پاکستان له حکومت سره اوربند مات کړ.