روسیه: ښایي د افغانستان کړکېچ نور هم وغځېږي

روسیه: ښایي د افغانستان کړکېچ نور هم وغځېږي


  • 1 کال دمخه (30/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 689

سمسور نیوز (۱۰وری۱۴۰۲) د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي امنیت سلاکارانو په اتلسمه غونډه کې د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف ویلي، د افغانستان حالت نه یوازې ترينګلی دی، بلکه داسې ښکاري، چې دا کړکېچ به ډېر وغځېږي.  

په دغه غونډه کې افغانستان، چې د شانګهای تړون څارونکی غړی هېواد دی، نه دی بلل شوی او بحثونه يې تر ډېره پر امنیتي مسائلو را څرخي.  

د روسیې دولتي خبري آژانس تاس راپور ورکړی، چې پاتروشیف ویلي، دا مهمه ده، چې د افغانستان حالت له نږدې وڅارل شي ځکه چې ترينګلی دی. 

پاتروشیف د افغانستان د اقتصاد د بیا راپورته کېدو لپاره د امریکا او د لویدیځې ټلوالې مسؤلیت مهم بللی؛ خو په ورته مهال يې دا خبرداری هم ورکړی، چې سیمې ته د امریکا او ناټو د پوځي حضور بیا ستنېدل نه زغمل کېږي. 

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.  

د شانګهای د غړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دا غونډه په ډيلي کې د هند په مشرۍ جوړه شوې، چې د چین او پاکستان استازو په انلاین بڼه پکې ګډون کړی.