خوب او لډو

خوب او لډو


  • 1 کال دمخه (30/03/2023)
  • دکتور اجمل ښکلی
  • 853

وړمه ورځ درېېم ډاکټر ته ورغلم چې ډاکټر صاحب تر زنګانه ښکته مې پښه ويده ده، راويښېږي نه. ويل يې راويښه به شي. ما ويل، کله به راويښېږي؟ وايي، بيړه د شيطان کار دى، په کرار به راويښه شي، چې کله يې خوښه وه، بس ته ترې ځان بې پروا کړه. ما ويل، د بې پروايۍ خو يوازې يوه لار ده، چې پښې پرېږدم او په لاسونو روان شم. وايي، دا کومه نوې خبره نه ده. دا پښتانه ګورې نه، له څومره وخته د نر غوندې ويده دي نر شته، چې راويښ يې کړي او ته ګوره، څه پروا يې شته، چې ويده دي؟ ما ويل؛ ښه د روژو؟ ويل يې روژې به کلکې نيسې؛ خو اوبه به ډېرې څښې. ما ويل؛ که څه امکان پکې وي؟ وايي؛ نشته. ما ويل داسې بېخې لږ هم نشته, مولانا خپل سړى دى؛ راسره مني يې؟ وايي؛ دا خو فريضو کې پلمې کوئ؛ ځکه داسې شل ګوډ ګرځئ. ما غلې خپلې نسخي رامچوړي کړې، راووتم، چې خبره له طب نه تاريخ او فلسفې او خداى خبر چېر چېرته روانه وه. 

رښتيا نن تورګل معلم صاحب پوښتنې ته راغلى و. ما ويل، مکتب کې څه حال دى؟ وايي، کراره کراري ده. ما ويل، څومره کراري؟ وايي، بېخي ډېره. هغه ورځ مو مکتب کې د مياګانو د کلي د سپين ګل اهنګر دوى سره د لډو درې مسابقې وکړې، دوه مو ترې ښې په نره وګټلې. نيت مو دى چې روژه کې د لډو يو ټورنمنټ شروع کړو، لس ټيمه دي پکې او درې ځايه مو ورته ټاکلي، د ملک صاحب هوجره، مکتب او د خان محمد دوى کلا. ما ويل: شاګردان مو څنګه دي؟ وايي، ډېر ښه دي. د لډو مسابقه ترې تر اوسه چا نه ده ګټلې. اوس خو چې هر څوک مسابقه وګټي، خلک وايي، دا به د تور ګل معلم صاحب دوى شاګردان وي. د مکتب اداره به مو هم په يوه غټه لډو سينګار کړې، د ادارې په مېز پرته وي، هر وخت يې ټک ټوک روان وي. د شاوخوا شاګردانو چکې هم ورسره چک لګوي.که رښتيا درته ووايم، زه پخپله داسې شوى يم، چې لډو نه وي، وايم، ګنې نسوار مې ورک کړي. هغه ورځ زموږ د يوه ملګري معلم مور مړه وه، د جنازې زنګ يې راغى. ما ويل، که لډو پکې وي، درځم، ګنې تمه مه کوه. 

ما ويل، پرې(قطعې) هم شاګردانو ته ورښيئ؟ وايي، اداره کې شته، هغه ګل ميران معلم يې لاس کې اړوي رااړوي؛ خو څوک يې شوق نه کوي. کوم خوند او جذبه چي په لډو کې ده، هغه په پرو کې چېرته. پرو ته خو څلور کسه ناست، نه چغ نه چوغ. هغه غټه چغه يې ټپکي ورکول وي. زه خو چې ناروغ شم، د لډو ګيټکى مې پوزې ته ونيسي، رک روغ راپاڅم. هغه ورځ مې خوب ليده، چې د لډو غټ ميدان وي او زه پکې ګيټکى يم. ما ويل، بېشکه چې يې.وايي؛ څنګه؟

ما ويل، ښه دا راته ووايه، چې درس مرس هم شته که نه؟ وايي، هو هغه د خان ګل لېوني زوى نه دى، جانداد معلم، هغه له شاګردانو سره د درس په اړه خبرې کوي؛ نور نو کلى لر و بر لډو لډو دى او دا ټول د مکتب برکت دى. ما ويل، بېشکه چى دى. 

تور ګل معلم صاحب لاړ او زما پښه لا پسې ويده شوه، اوس مې ورون هم خوبولى خوبولى کېږي، ځکه ما ته ډاکټر ويلي وو، چې ستا خبره ذهني ده، ته سودايي يې، چې ذهن دې راويښ شو، پښه به دې هم راويښه شي، ګنې همداسې به ورو ورو دا خوب پاس خېژي او يو وخت به په غړېدلو سترګو ويده يې. بس له هغې ورځې سودا رالوېدلې ده، چې لکه چې ورو ورو ويده کېږم؛ خو د تور ګل معلم صاحب د لډو ټکهار مې خوب ته نه پرېږدي، ګنې داسې له خرهاري ډک خوب ته جوړ يم لکه تر پېشنمي وروسته چې هر چا ته ورځي.