د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، تېر کال افغانان له جدي لوږې او خوراځواکۍ سره مخ وو.
یادې ادارې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، تېر کال اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ، زلزلې، سیلابونه او د بشري حقونو په برخه کې محدودیتونه هغه څه وو چې له شل میلیونه ډېر افغانان یې له بېړني وضعیت او د خوړو خوندیتوب له نشت سره مخ کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان لاهم د نړۍ په کچه د خوړو نړیوال پروګرام لپاره تر ټولو لوی د خوراکي پروګرامونو د عملیاتو په سر کې دی.
یاد سازمان ویلي، تېر کال یې د نورو کلونو په پرتله د مرستو اندازه پنځوس سلنه زیاته کړې وه، خو بیا هم د خلکو وضعیت د اندېښنې وړ وو.
د خوړو نړیوال پرواګرام ویلي، په ۲۰۲۲م کې وکولای شول چې اړمنو افغانانو لپاره ۱.۱۴میلیونه ټنه خوراکي توکي او ۳۲۷ میلیون ډالره نقدي مرستې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي وو، په ۲۰۲۳ کال کې به شاوخوا ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.