ایران: اسرائیل د اذربایجان خاوره زمونږ پر ضد کاروي

ایران: اسرائیل د اذربایجان خاوره زمونږ پر ضد کاروي


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 598

ایران یو وار بیا تور پورې کړی چې اذربایجان د ایران ضد دسیسو لپاره اسرایئلو ته خپله خاوره ورکوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، اسرائیل غواړي چې د اذربایجان خاوره د ایران د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښ په توګه وکاروي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې وړمه ورځ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر  جیحون بایراموف له خپل اسرایئلي سیال سره په یاد هېواد کې وکتل.

د اسرایئلو د بهرینو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې اسرائیل او اذربایجان دواړه له ورته ګواښونو سره مخ دي.

یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ناصر کنعاني ویلي،د ایران او اذربایجان جمهوریت د خلکو تاریخي او دیني اړیکې نه ماتېدونکې دي او د اذربایجان حکومت دې له هغه کار ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو دوښمنان یې غواړي.

هغه ټینګار وکړ ایران نه شي کولای د اذربایجان جمهوریت له خاورې د خپل هېواد پر ضد د اسرائیلو دسیسې پر وړاندې بې تفاوته پاته شی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري هم د اذربایجان په اړه ورته څرګندونې کړې وې.