جرمني د افغان کډوالو د ویزو بهیر ځنډولی

جرمني د افغان کډوالو د ویزو بهیر ځنډولی


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 698

جرمني په یوه کمساري ګام سره دې هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د وېزو د ورکړې بهیر ځنډولی.

د جرمنۍ مجلې شپېګل له لوري خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ټولیز ډول د افغانانو د کډوالۍ چاره له سره ارزوي.

د جرمني چارواکو د لنډ مهال لپاره دغه هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د ویزو بهیر ځنډولی.

شپېګل مجلې د یاد هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت په ټولیز ډول د افغانانو د کډوالۍ چاره له سره اروزي.

دوی دا ګام وروسته له هغه پورته کوي چې دغه هېواد ته د ورغلو او تازه ورتلونکو افغانانو په قضیو کې یې درغلي معلومه کړې.

د یادونې وړ ده چې د جرمني سفارتونو په اسلام اباد او تهران کې افغانانو ته د ویزو د ورکړې خدمات ترسره کول.