کاپیسا کې د یوه تښتول شوي تنکي ماشوم سوځېدلی مړی  موندل شوی

کاپیسا کې د یوه تښتول شوي تنکي ماشوم سوځېدلی مړی موندل شوی


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 651

سمسور نیوز (۱۲وری۱۴۰۲) سیمه ییزې سرچینې وایي، په کاپیسا ولایت کې نامعلومو کسانو یو پنځه کلن ماشوم تر  تښتولو وروسته وژلی او جسد یې سوځولی دی.  

د کاپيسا امنيه قوماندانۍ وياند، عبدالفتاح فايض ویلي،  چې د دغه ماشوم سوځول شوی جسد تېره ورځ د کاپیسا مرکز په محمود راقي سیمه کې موندل شوی دى.  

فایض زیاته کړې، د بلال په نامه دغه ماشوم تېره چارشنبه د کاپيسا مرکز اړوند د قصابانو سیمه کې له خپل کوره تښتول شوی و.  

ده ویلي، دغه پېښې د عاملينو د پيژندلو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې د سړي تښتونې او قتل په ګډون د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.