د ژوند پنځه مهمې خبرې

د ژوند پنځه مهمې خبرې


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • حسیب‌الرحمن نورمل
  • 796

• دا مو باید تل په یاد وي؛ هر سړی د خپل ځان معمار دی، د نورو په اړه د قضاوتونو پر ځای خپل ځان مو جوړ کړئ. 

• صادق انسان د نورو په صداقت او خبرو هېڅ شک نه لري او په ټولو باور کوي، خو دروغجن انسان بیا په هېچا باور نه لري او تل دا فکر کوي چې ټول دروغجن دي. 

• د خلکو په خبرو خپل ژوند مه خرابوئ، که پیغمبر د زمانې هم واوسې بیا به دغه خلک په تا پسې سل خبرې کوي. 

• هېڅکله هم خلک د ضعیفتوب په خاطر درنه نفرت نه کوي، بلکې دوی تل ستا له قوت او ځواک نه بده وړي، نو څومره مو چې وس وي قوي واوسئ څو د خلکو زړونه وچوي.  

• که کوزه په ډبره ووهې او که ډبره په کوزه.... په دواړو حالاتو کې کوزه ماتیږي... ځینې خبرې ډېر ژر زړونه ماتوي نو د خپلو خبرو سره مو پام کوئ.