غورځول / لویدل/ اچول

غورځول / لویدل/ اچول


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • ماهر احسانزی
  • 793

دا درې واړه مصدرونه دي، چې درې واړه کله کله د یو بل پر ځای استعمالېږي خو  د یو بل ځای ناستي هم نه دي او یو ډول مانا هم نه ورکوي. 

په لاندې جملو کې:

په اټن کې يې لاسونه اچول

په اټن کې يې لاسونه غورځول

یا 

ځان اور ته اچول 

ځان اور ته غورځول 

او 

اور ته غورځېدل 

اور ته لویدل 

    خو کله کله بیا ( غورځول او لویدل ) موږ د یو بل ځای ناستي کړي دي، البته دا دواړه کلمې ډېرې ګردانېږي خو (اچول ) بیا دومره نه ګردانېږي.

زه وغورځېدم

زه ولویدم

ته وغورځېدې.

ته ولویدې.

دی را ولوید

دی را وغورځید.

دغسې يې ډېر سره ګردانولی شو خو ( اچول) بیا دومره نه ګردانېږي.

راځه چې واچوو، ټالونه د میملې باغ په چینارو کې .

     (اچول) اصطلاح هم جوړه شوې او لهجوي استعمال يې هم زیات دی،البته ځينې مهال نور مفهومونه هم افاده کوي، لکه لاسونه اچول. دلته د لاسونو اچول دوه مفهومونه لري:

ګډا او نڅا کول او له یو چاسره فزیکي شخړه او جنګ. دغسې يې زړه اچول هم در واخلئ، چې پو یو چا پسې د خپه کیدو او خواشیني کیدو مفهوم ورکوي !

غورځول :

      دلته حالت طبیعي نه دی، مانا دا چې اراده پکې شامله ده، فاعل لري. "غورځول" پرتاب کردن، قوت غواړي، غورځول په قوت سره کيږي.

"غورځول" متعدي فعل دئ، بل څوک به ئې غورځوي او فعل،  فاعل او مفعول دواړه غواړي.

متعدي فعل هغه دی چې سربېره  پر فاعل مفعول هم غواړي او د فعل اثر له فاعل څخه صادر شوی او په مفعول باندې واقع شوی وي.

غورځول کې حالت طبيعي نه دى بايد يو فاعل وي چې  دا کار وکړي قصدي عمل دى.

په (غورځول ) کې عمل قصدي دی او واسطه په منځ کې شته دی.

که وایو چې :

     دیوال غورځیدلی ، نو مانا يې داده چې د دیوال د غورځيدو وسیله بل څوک دی، یو فاعل شته چې دیوال پکې مفعول شوی او دیوال يې غورځولی/ چپه کړی دی.  دغسې يې غورځول، غورځیدل او نور هم در واخلئ !

لویدل :

( لویدل ) د غورځيدل په څېر نه دی، بلکې دلته ، حالت طبیعی دی او وسیله په منځ کې نشته.

دیوال لویدلی . دلته د دیوال د لویدو وسیله نه باران دی ، نه احمد و محمود ، بلکې خپله لویدلی. 

لویدلو کې اراده شامله نه وي، بلکې بې فاعله را منځ ته کېږي، نو که واسطه او وسیله د یو څه د چپه کیدو باعث ګرځي، (غورځیدل ) دي او که واسطه او فاعل پکې نه وي، ( لویدل ) سم دی.

اچول :

    سره له دې چې د (غورځيدو/ لویدو) ځای وخت نا وخت نیسي یا استعمالوو، خو اچول بیا تر ډېره قصدي او طبیعي دواړه حالته لري.  (اچول) ارادي مثلا : نقشه اچول ( اصلا نقشه ګاږل سم دی خو رسمول يې هم وایو ) دلته اراده شامله ده ، خو په ( زړه اچول ) کې بیا اراده نشته ، یو طبیعي حالت دی؛ دغه راز په لاس اچولو کې، اوبو اچولو کې اراده شته. 

( اچول) تر ډېره د مفاهیمو پر ځای کارول کېږي. خوله اچول ، داصطلاح په توګه بل پسې ځان مږل، ورسره د جنګ لپاره بهانه غوښتلو مفهوم وړاندې کوي.