کولبیا: روسیې ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشري ورکول د نړیوالې ټولنې پرمخ څپېړه ده

کولبیا: روسیې ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشري ورکول د نړیوالې ټولنې پرمخ څپېړه ده


  • 1 کال دمخه (02/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 615

وروسته له هغې چې روسیې ته د ملګرو ملتوونو امنیت شورا نوبتي مشري ورکړل شوه، اوکراین ویلي، دا کار د نړۍوالې ټولنې پرمخ څپېړه ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټړو کولیبا د امنیت شورا له غړو غوښتنه کړې چې د دغې شورا له مشري څخه په ګټې اخیستنې د روسیې د هر ډول ناوړه ګټو مخه ونیسي.

هغه ویلي، روسیه په امنیت شورا کې قانون ماتوونکی هېواد دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلس غړي لري چې هره میاشت یې نوبتي ډول مشري ترسره کوي.

دا مشري په داسې حال کې مسکو ته سپارل کېږي چې اوس مهال یې د اوکراین د جګړې پر سر له لویدیځو هېوادونو سره اړیکې سړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د یادې شورا د کوربه‌توب له کبله به مسکو په پرېکړو کې لږ نفوذ ولري، خو د چارو د اجنډا مسوولیت کې پوره ونډه لري.