د میرمن کلتوری ـ ټولنیر بهیردڅلورشپیتمې اوونیزې غونډې رپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • وږمه فضلي
  • 1287

د میرمن بهیراوونیزه غونډه د  ۸ ۱۳۸لمریز کال دلړم په ۹مه نیټه ه د پوهنې وزارت په کلوپ کې د څه دپاسه څلویښتوخویندو په ګډون جوړه شوه دغونډې مشر میلمه دهیواد نامتو لیکوال اوشاعر اودمطبوعاتو په برخه کې دمالیې وزارت سلاکاراستاد نجیب منلی ،دغونډې مشره په ولسي جرګه کې دخلکو استازې میرمن ساهره شریف او دغونډې ویانده لیکواله اوشاعره لطیفه لالهاند وه،غونډه قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل شوه ورپسې د تیرې غونډې رپوټ دتیرې غونډې منشي سویتا میرزاده ولوست .ور پسی د بهیر پر کاری مسایلو خبرې وشوې آغلې ساهرې شریف دمالي برخې رپوټ وړاندې کړ.
همدا راز د بهیر له ټولو غړو څخه هیله وشوه تر څو سایټ ته مواد راولیږي .
دکره کتنې په برخه کې په تیره غونډه کې پتییل شوې وه چې دآغلې سویتا میرزاده لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شي خو داچې دسویتا دلنډې کیسې نورې کاپې ګانې چمتو نه وې چې دمیرمن بهیر په ګډونوالو وویشل شي. نو دآغلې توبی ندا ساپۍ په لنډه کیسه کره کتنه وشوه.
 دنورو ګډونوالو ترڅنګ دغونډې میلمه استاد نجیب منلي دندا په کیسه اوږدې خبرې وکړې، استاد منلي وویل:موږ په پښتو کې درې درجې  کيسې لرو. ټيټه درجه ، منځنۍ درجه او لوړه درجه چې د ندا کيسه په لوړې درجې  لرونکو کيسو کې راځي. د کيسې ژبه ښه او معياري ده بس يو دوه خبرې پکې شته هغه دا چې  يو ځای کې ويل شوي ( کشکې مې کولی شوی) دلته د کشکې کلمه د احتمال حالت ښيي او دې حالت کې بايد (کولی ) په ځای ( کولای) او د (شوی) پرځای ( شوای) ليکل شوي وای.بل ځای راغلي و (هغه پيغام کوم چې.......) دلته د( کوم) کلمه اضافه ده .د کيسې اخېر کې ډاکټره د خوب ګولۍ خوري او مړه کېږي چې دغه د ګوليو خوړلو او مړه کېدو تر منځ واټن ډېر ژر وهل شوی و.
ندا د منلي صيب د وروستۍ خبرې په حواله وويل:ما د کيسې په اخير کې دا نه دي ويلي چې هغه مړه شوه کنه بلکې دا مې لوستونکو ته پريښي چې هغوی يې مړه بولي کنه؟نو ځکه ما يې په اړه څه نه دي ويلي.
منلي صيب د کيسې پيغام په اړه وويل:دکيسې پيغام ډېر ښکلی و . د يوه انسان مسلکي او شخصي (عاطفي) ژوند او د هغې تر منځ توپير پکې ډېر ښه انځور شوی و او دا يو واقعيت دی چې د انسان عادي ژوند او د عواطفو دنيا يې سره بېله ده. کيسه کې هر څه عمل کې ښودل شوي وو نه په الفاظو کې.نو دا يوه ښه کيسه وه.
دغونډې بله برخه دلیکوالي کورس ته ځانګړې شوې وه چې استاد نجیب منلي دلیکوالۍ په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړل، استاد وویل لیکوال باید په لیکنه کې خپل فکر له لیکنې سره یوځای کړي ،هره لیکنه له واقعیت څخه اخیستل کیږي او بیرته ټولنې ته وړاندې کیږي او دلیکنې ژبه باید معیاري وي دیوې لیکنې مخاطبین ګڼ خلک دي دلیکنې پر وخت باید مخاطب په نظر کې ونیول شي دلیکوال بايدهندارې ته دصیقل ورکولو په څیر یوې اخیستل شوې موضوع ته ښکلا ورکړي، بیاید دلوستونکي په ذهن کې خیال ایجاد کړي او دهغه تخییل راوپاروي.
بله برخه د مشاعرې وه. د مشاعری په برخه کې د غونډی ګډونوالو(نجیبې اشنا،نعیمې وردګ،سویتا میرزاده،ناهید،ګلالۍ عمرخیل، جمیلې، پاریسه خزان،تورپیکۍ وردک، ښکلا،اوږۍ امیل،نظیفې نیازی،ګل مینې یوسفزۍ، صالحې سروری،ملالۍ ،مینې صابر وردک ،سولې نیازی،آریا حافظ،آرزو کبیري او ندا ساپۍ) په خپل وار سره شعرونه ولوستل او د غونډی په پای کې د (دسپوږمۍ ترکلي) او (له خړه کۍ سره کیسې) کتابونه دمیرمن بهیردغونډې پر ګډونوالو وویشل شول. او د اوونی خوش چانسه او بختوره میرمن آغلی(صحابه ملک خروټې) دپچی په اساس وټاکل شوه او  دمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو ،په دې غونډه کې د (۴۰) په شاوخواکې نجونو او میرمنو ګډون کړی و.په غونډه کې وپتییل شوه چې دمیرمن بهیر راتلونکې غونډه چې د لړم له ۱۶ نیټې د ټاکنو له ورځې سره سمون خوري دایره نه شي او نورې غونډې سر له بلې اوونۍ په عادي ډول جوړې شي.او دبلې غونډې په ورځ چې دلړم  له ۲۳ نیټې سره برابره ده دژورنالیزم کورس هم پیلیږي،ټولې خویندې پکې ګډون کولای شي.
غونډه د مازدیګر پر څلورو بجود مازیګرنۍ په خوړلو سره چې دپوهنې محترم وزارت له خوا برابره شوې وه، پای ته ورسیده. هيره دي نه وي  چي د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي دپوهنې په کلوپ کې جوړيږي دمیرمن بهیر غړې او ټولې خویندې کولای شي په دغه غونډه کې ګډون وکړي.