وروستیو سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

وروستیو سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي


  • 1 کال دمخه (03/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 705

په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له کبله د راوتلو سیلابونو په پایله کې یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، د وري له ۹مې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په ۱۲ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي چې درې تنه یې وژلي، لس نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي ویلي، په دې پېښو کې ۲۶۱ د اوسېدنې کورونه په پوره او یا هم نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

رحیمي زیاته کړې، دوی د نړیوالو موسسو په همکارۍ د حمل یا وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې ۱۶ زره کورنیو سره مرستې کړې او دا پروسه لاهم جریان لري.

په همدې حال کې تېره ورځ د ږلۍ له کبله په خوست کې د خلکو زیات شمېر کرل شوي فصلونه زیانمن شوي او دغه راز د بدخشان د شکي او نسي ولسوالۍ ترمنځ لویه لار هم د واورې ښووېدنې له کبله تړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د وري په ۱۳مه او څوارلسمه نېټه په ۲۶ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی.