د ا.ا له لوري په ټول هېواد کې د نقلیه وسایطو په تورو ښیښو، بېلابېلو سټېکرونو او هغه څه چې د خلکو هویت پېژندلو کې خنډ رامنځته کوي، بندېز ولګېده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا ګام یې د اسلامي امارت د مشر د ۵۱۹مې ګڼې د فرمان د تطبیق لپاره کړی.
نوموړي ویلي، ټولو قومندانیو، پوستو او د چیک پواینټونو اړوندو مسؤلیتونو ته یې لارښوونه کړې چې د احکم عملي کړي.
دا ګام په داسې حال کې اخېستل کېږي چې تر دې وړاندې د تورو ښېښو لرونکو موټرو زیاتېدو د خلکو اندېښنې راپورته کړې وې.