د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې ۲۰۴ روغتیايي مرکزونه فعال کړي.
یادې ادارې تېره ورځ په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه راز یې د وینې ۶۷ بانکونه په طبي وسایلو مجهز کړي او د وینې اخېستو په برخه کې یې پنځوسو کسانو ته روزنه ورکړې.
په راپور کې راغلي، دوی د دغو مرکزونو په تجهیز سره د عاجلو درملنو او د فزیکي پیاوړتیا د هڅو ملاتړ کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان کال په فبروري مارچ کې یې لسګونه زره خلکو ته خپل خدمات رسولي او لاهم خپل کار ته ادامه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هېواد کې روغتیايي سکتور هم له ستونزو سره مخ وو.
د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د روغتیايي سکتور په اړه اندېښنه ښوودلې وه.