روسیې چارواکو په هرات کې د خپلې قونسلګري د فعالېدو خبر ورکړی.
ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې هرات کې د دوی قونسلګرۍ خپل قونسلي خدمات پیل کړي.
د تېر کابل د سپټمبر پنځمه نېټه په کابل کې د روسیې پر سفارت له برید وروسته روسیې په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلي خدمات وتړل.
که څه هم لا تر اوسه په کابل کې د روسیې سفارت نه دی فعال شوی، خو کابلوف ویلي چې ډېره برخه قونسلي خدمات به د هرات له قونسلګري وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې له نړۍ سره یې دیپلوماتیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.