ادبي ټوټه: بې وعدې

ادبي ټوټه: بې وعدې


  • 1 کال دمخه (04/04/2023)
  • ماهر احسانزی
  • 862

زه له مرګه پدې نه ویرېږم چې ګنې دنیا به پاتې شي. دا دنیا هسې هم کل من علیها فان خبره ده او دا زموږ د عقیدې برخه هم ده.

زه مرګ سره د مخ کیدو سترګې نه لرم. ما او تا او دې ټولو خلکو بې شماره وارې له مرګه پناه غوښتې او لا یې غواړو خو پوهېږې ولې مرګ سره نه مخ کېږم؟

ځکه:

تاته به ښه یاد شي، چې سره به مو مخه ښه کوله، د یو بل لاسونو به مو نیولي وو، بیا به مو غاړې ورکړې، وروستۍ خبره به داوه چې مرګ اسانه دی خو تانه جدایي ګرانه ده. ما او تا څومره ځلې وویل چې ان تر مرګه به له یو بل سره یو، مرګ منو خو جدایي نه منو، دا مې هم یادېږې غبرګ مو وویل:

که زما او ستا جدایي راځي او مرګ خپلې غیږ کې ځای نه راکوي، مرګ ناځوانه دی، مرګ به بې غیرته وي او ... 

خو پوهېږې؟

ډېره موده وشوه سره بېل یوو، خبرېږم چې رنګ دې لا غوړیدلی،پر شونډو دې خندا مزلونه کوي، خوراک څښاک دې بند کړی نه دی او زه هم دغه دی، هر څه وینم، کوم او وایم. اوس خبره داده چې مرګ به راته وايې، څومره مخکې دې پیغورونه راکول ، ځانته دې غوښتم خو خپله دې په وعده ولاړ نه یې.