سور صلیب: تېرکال افغانستان کې چاودېدونکو توکو ۴۵۰ قضیې ثبت شوې

سور صلیب: تېرکال افغانستان کې چاودېدونکو توکو ۴۵۰ قضیې ثبت شوې


  • 1 کال دمخه (04/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 613

سمسور نیوز (۱۵وری۱۴۰۲) د ماینونو په اړهد پوهاوي له نړیوالې ورځې سره هم مهاله ‏د سره صلیب نړیواله کمېټې ویلي، چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۴۵۰ پېښې ثبت شوې دي. 

د یادې کمیټې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پېښو کې ۹۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او هر کال افغانستان کې سلګونو خلک د ماینونو او نورو ناچاودو توکو قرباني کېږي. 

سره صلیب ویلي، چې دوی افغاني سره میاشت سره یو ځای هڅه کوي، چې په دغه برخه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانانو پوهاوی لوړ کړي، ترڅو د داسې غمجنو پېښو مخنیوی وشي.