جاپان له افغانستان سره ۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

جاپان له افغانستان سره ۵ میلیونه ډالره مرسته کړې


  • 1 کال دمخه (04/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 617

سمسور نیوز (۱۵وری۱۴۰۲) د خوړو نړیوال پروګرام وایي، جاپان له افغانستان سره ۵ میلیونه ډالره نوره مرسته کړې ده. 

د خوړو نړیوال پروګرام د جاپان له دې اضافي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به یې د بېړنيو حالاتو په برخه کې وکاروي.  

یاد پروګرام په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دمګړۍ شااوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او له دې ډلې بیا ۶ میلیونه کسان قحطۍ ته ورنږدې شوي دي.  

جاپان په داسې حال کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د ۵ میلیونه ډالرو مرسته کړې، چې دغه سازمان د بودیجې د کموالي له امله، له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي دي.