اوچا: افغانستان کې ماین چاودنو ۵۷ زره ملکیان وژلي او ټپیان کړي

اوچا: افغانستان کې ماین چاودنو ۵۷ زره ملکیان وژلي او ټپیان کړي


  • 1 کال دمخه (04/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 583

سمسور نیوز (۱۵وری۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې نږدې ۵۷ زره ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو او جګړو له امله د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي. 

اوچا زیاته کړې، چې په دغې موده کې له ۱۹ میلیونه ډېر ماینونه او چاودېدونکي شنډ او له منځه وړل شوي دي. 

د اوچا په خبره، لاهم له ۴۱۵۰ څخه زیات پېژندل شوي خطرونه پاتې دي، چې ټولنې ته لوی وژونکی ګواښ دی.