ګوترېش: ننګرهار کې د یوناما پر ښځینه کارکوونو د کار بندیز خواشیني کړي یوو

ګوترېش: ننګرهار کې د یوناما پر ښځینه کارکوونو د کار بندیز خواشیني کړي یوو


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 627

ملګري ملتونه وايي، په ننګرهار کې یې د یوناما د ښځینه کار کوونکو د فعالیت مخه نیول شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دې کار اندېښمن کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دا به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسوولو بهیر کمزوری کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له دفتر څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې دا اقدام دا ندېښنې وړ ښوودل شوی او ویلي یې دي چې دوی له ښځينه کار کوونکو پرته نه شي کولای چې خپلې چارې روانې وساتي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپوټر ریچارډ بنټ بیا لیکلي چې اسلامي امارت باید خپله پرېکړه بېرته واخلي.

بل لورته رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمان له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي چې د امنیتي دلایلو له کبله په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې کار ته لاړ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تېر کال له غیر دولتي موسسو سره د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه.