ټرمپ محکمې ته: بې‌ګناه یم

ټرمپ محکمې ته: بې‌ګناه یم


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 557

سمسور نیوز (۱۶وری۱۴۰۲) د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ محکمې ته پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي.

ټرمپ چې د خپل تجارتي کاروبار په اړه د ناسمو معلوماتو په ۳۴ قضیو کې تورن دی، پرون د نیویارک یوې محکمې ته حاضر شو.

څارنوالانو په یوه قضیه کې دی تورن کړی چې، دوو ښځو ته یې له ده سره د جنسي اړیکو د پټولو لپاره پیسې ورکړې دي.

د ټرمپ پر ضد د دعوې په متن کې ادعا شوې چې هغه د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د ځان په اړه د منفي معلوماتو د خپراوي په مخنیوي سره د انتخاباتو قانون مات کړی دی.

ټرمپ د امریکا په برحاله او متقاعدو ولسمشرانو کې لومړی کس دی چې جنايي تورونه پرې لګېدلي.

د ټرمپ مدافع وکیل ټاډ بلانچ بیا ویلي دي چې، تر پایه به د ټرمپ دفاع ته دوام ورکړي.