خوب ولې نه درځي؟

خوب ولې نه درځي؟


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • ډاکټر حنیف حیران
  • 816

بې خوبي يا Insomnia خورا بده ستونزه ده چې د رواني ناروغيو لکه خواشينۍ، د حافظې ضعف، حوادثو او نورو له امله پېښېږي. سړی د ورځې کار په پوره توجه نشي کولی او بې وخته ستړيا احساسوي. سړی پرېکړې ژر نشي کولی او په تصميم نيونه کې ستونزې لري. 

د دې لپاره چې له بې خوبۍ وژغورل شئ نو د خوب خونه مو ډېره مه تودوئ، ناوخته ډوډۍ او په ماړه نس خوراک مه کوئ، د خوب کوټه مو تیاره او ارامه ساتئ. د زکام او تنفسي ناروغيو ضد ځينې درمل هم کولی شي ستاسې په خوب کې خلل واقع شي او د ويده کېدو مخه مو ونيسي. دغه درمل له خوب ډېر وخت مخکې وخورئ، کنه د شپې تر ناوخته مو به ويښ پاتې کړي. د دې لپاره چې د له بې خوابۍ خلاص شئ له کوم اروا پوه سره مو ستونزه شريکه کړئ، ورزش وکړئ او يا هم د خوب ګولۍ وخورئ. دا غلطه خبره ده چې د خوب ګولۍ سړی په اعتياد اخته کوي. خو په دې شرط چې که تاسې داسې فکر ونکړئ چې ما ته بې ګولۍ خوب نه راځي. يواځې همدغه ناسم فکر دی چې تاسې په اعتياد اړوي. د خوب لپآره مو وخت وټاکئ او په ټاکلي وخت د ويده کېدو خونې ته ځئ. هغه خلک چې په ټاکلي وخت نه ويده کېږي او کله کله د دندې له امله د شپې ويښ پاتې کېږي، ممکن په عادي شپو کې له بې خوبۍ وکړېږي. هر انسان ته په نورمال ډول 7 ساعته خوب ضرور دی. دا چې ځينې فکر کوي 4 يا 5 ساعته خوب ورته کفايت کوي په غلط فهمۍ اخته دي. دوی ممکن د همدې ناسم پوهاوي له امله ژر زاړه شي، په رواني ستونزو او د حافظې په کمزورۍ اخته شي. سټرس، اوږده سفرونه، بېکاري او خواشيني کولی شي تاسې په بې خوابې اخته کړي. 

بې خوبي ستاسې وزن زياتولی شي، هغه څه چې د ډېرو ناروغيو علت کېږي. خوب د Ghrelin هارمون کموي. دغه هارمون ولږه زياتوي او همدا راز د Leptine هارمون زياتوي. دغه هارمون سړي ته د مړښت احساس ورکوي. همدا وجه ده چې کافي وخت ويده کېدل ستاسې وزن زياتېدو ته نه پرېږدي او بې خوابي مو وزن زياتوي. 

ښځې دوه برابره د بې خوبۍ له خطر سره مخ دي. د مياشتني عادت، حمل او تر 45 کلنۍ ور اخوا د شنډېدو يا Menopause له امله ممکن په بې خوابۍ اخته شي. 

بې خوبي کولی شي تاسې په شکر، د وينې لوړ فشار او د زړه په ناروغيو اخته کړي. د يوې څېړنې له مخې که تاسې له 5 ساعتو کم ويده کېږي، 5 چنده له ډېر خطر سره مخ ياست چې د وينې په لوړ فشار اخته شئ. 

د بې خوبۍ تر ټولو ښه حللاره د ورزش، او له سټرس/خواشينۍ څخه ځان خلاصون دی.