افغانۍ د نړۍ ۹ غوره پولي واحدونو کې راغلې

افغانۍ د نړۍ ۹ غوره پولي واحدونو کې راغلې


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 760

سمسور نیوز (۱۶وری۱۴۰۲) د افغانستان بانک مسؤلین وایي، د افغانستان پولي واحد «افغانۍ» د نړۍ د نهه غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده. 

د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې ویلي، چې د بلومبرګ په راپور کې د نړۍ نهه غورو او نهه بدترینو پولي واحدونو څېړنه شوې، چې افغانۍ د ۹ غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده.

هغه دغه راز ویلي، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱،۰۱ لوړ شوی چې دا کچه تېر کال ۱۳،۸۶سلنه ټيټه وه.

د نوموړي په خبره، په ۱۴۰۱ کال کې ټولټال ۸ میلیارده ۶۸۳ میلیونه ۲۴۴ زره ۴۱۹ افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۵۹،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.