لنډه کیسه: زندان - صدیق الله بدر

لنډه کیسه: زندان - صدیق الله بدر


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • صدیق الله بدر
  • 827

لمر پرېواته لوري ته یې چې د پلچرخي زندان برجونه ښکارېدل، وکتل. یو سوړ اسویلی يې وکېښ. خپل ټيکری يې زندان ته د تللې لارې د بازار یو سماوار ته نږدې وغوړاوه. 

د اوبو یو غټ بوتل او په یوه وړه کڅوړه کې راوړې شپږ اووه دانې شنه مرچ د ټیکري پر سر کېښودل او په گونډو کېناسته. لوی او واړه ترې راتاو شول. موسکه شوله او مخامخ د خلکو له منځه یې د سړک پورې غاړه کې د یو بل دوکان په څنګ کې ناست سپین ږیري ته يې چې پر خپل څادر من نیم توتان کوټه کړي وو، وکتل. کڅوړې ته يې لاس کړ او یو کتاب يې را وایست. پرې لیکل شوي وو: ریاضي د اووم ټولګي لپاره. 

غوښتل يې کتاب پرانیزي چې یوه سړي چې خپل جمپر پورته پورته غورځاوه او په ګوتو پر هغه پرتې دوړې  وڅنډلې، پر ټيکری راټيټ شو. د ټیکري له سره يې یو غټ مرچ را واخیست او هغې ته يې وویل: ((بسوګۍ که دا مرچ دې خوله کې وچقوله په یو نوی شلگون به دې ونازوم.))

د بسوگلې شونډې وېړې شوې. کتاب یې تر خپل څنګ کېښود او کڅوړه يې تر زنګون لاندې کړه. مرچ يې ترې را واخیست، لاسونه یې رپېدل خو مخکې له دې چې مرچ خولې ته کړي، چا په لوړ غږ وویل: ((راشده! ظلم مه کوه، مرچ غټ دی، که نر يې شلگون نه سلگون ورکه.))

سړي دوه درې وارې د خپل کمیس جېب وټپاوه، بیا يې جېب ته لاس کړ او دوه پنځوسيان یې را و ایستل: ((اکبریه! سلگون نه، خو چې ستا ټټو غږ بې ځوابه پاتې نه شي یو پنځوسي ورکوم.))

بسوگلې د سړي په لاس پنځوسي ته په کتلو په خوشالۍ مرچ خولې ته کړ. او و يې وچقاوه.

سړي پنځوسي ورکړ، هغې په کیڼ لاس کې موټی کړ.

څلورو پنځو نورو کسانو هم بسوګلې ته د پنځو، لسو او شلو افغانیو په ورکولو پاتې مرچ پر هغې وچقول.

خولې  یې سوی وکړ، خو د یوه بل پنځوسي په کتلو سره يې تندی وغوړېد. خپل خالي ټیکري ته يې چې وکتل، رنګ يې تور واوښت خو ژر په ځان کابو شوه. کڅوړه يې چې د خپل ښي زنګون لاندې ايښې وه، را واخیسته او د هغه له منځه يې یو دانه پاتې مرچ را وویست.  

دې ته مخامخ ولاړ سړی چې تر نورو مشر او غوړ ښکارېده او یو ماشوم یې هم تر لاس نیولی و، له هممممممممممم ویلو او سر خوځولو سره د ولاړو کسانو له کتاره ووت: ((ښه ده، نن سبق درکوم، دا د پنځو ورځو راټولې کړې پيسې چې در زهر نه کړم، نه دې پرېږدم. زموږ بچيو ته ښه کمال ور زده کوې.))

یو غږ اوچت شو: ((اخري مرچ څنگه و؟))

هغې مخامخ وکتل. توتانو ته ناست سپين ږېری اوښلنې سترګې دې ته کتلې. 

بسوگلې د اوبو بوتل خولې ته کړ. موسکه شوه. د سپين ږيري پر شونډو هم موسکا خوره شوه او کرار کرار يې سترګې پر توتانو ښخې کړې. بسوګلې تر شوندو لاندې ورو وویل: ((نیکه جانه! خوله مې سوځي. ادې اوبو کې بیا کمه بوره اچولې.)) 

ښي خوا ته يې وکتل او پوښتونکي ته یې وویل: ((تر دوو نورو خوږ و.))

بسوگلې غوښتل له خپل ځای راپاڅېږي چې هغه له کتاره وتلی سړی له خپل ماشوم او یو غټ سور مرچ سره د بسوگلې مخ ته کېناست: ((پوهېږم چې لوظ دې کړی او په زندان کې خپل بندي پلار ته د خرڅې او سگرټو پیسې گټې، که دا سور مرچ وخورې زیاتې روپۍ درکوم.))

بسوگله وترهېده، خو د سړي په لاس کې د پنځه سوه گون په لیدو یې پلتۍ ووهله او مرچ یې د سړي له لاسه واخیست. یو دم یې خولې ته کړ. نیمایي مرچ یې خوړلی و چې دې ته نږدې ناست سړي، پاتې مرچ ترې واخیست او له خپل جېب نه د یو پنځه سوه ګون په را ایستلو سره يې ۑه چټکۍ د شرط ایښودونکي سړي له لاسه پنځه سوه گون هم واخیست او دواړه یې بسوگلې ته ورکړل.

بسوگلې خپل ټيکري ته په څنډ ورکولو هغه پر سر کړ. کتاب يې په کڅوړه کې کېښود. سر يې لږ هسک کړ او په خوشالۍ يې د زندان برجونو ته وکتل.  

۱۴۰۰.۱۰.۲۱