لنډه کیسه: بډوډي - صدیق الله بدر

لنډه کیسه: بډوډي - صدیق الله بدر


  • 1 کال دمخه (05/04/2023)
  • صدیق الله بدر
  • 799

رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه ‎دې ويښه تېره کړه.

 

شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جیب ته یې لاس کړ، یو زوړ شکېدلی شلګون یې را وویست. کلک یې په موټي کې ونیو او د هغه دوکان خوا ته وخوځېد چې له لرۑ یې په نښه کړی و. دوکان ته ننوت. د کمپيپوټر شاته د ناست هلکي په غوږ کې يې څه وویل. هلکي ورته کړل: لیکل او پرنټ یې دواړه لس افغانۍ کېږي.

 

هغه شلګون نور هم په خپل موټي کې کلک کړ او تر لنډ سوچ وروسته یې وویل: " سهي ده، خو لږ بېړه وکړه چې راباندې ناوخته نه شي".

 

هلکي د کمپیوټر پر کیبورد ګوتې تیرې کړې او تر څه لیکلو وروسته يې پرنټر ته لاس ور اوږد کړ. پاڼه يې له پرنټر نه را واخیسته او رستم ته يې ورکړ. رستم پاڼه تاوه کړه او همدا چې هلته د میز پر سر له ایښي شکاستیپ نه یې یو څه له خپلې شهادت ګوتې تاو کړه، په منډه له دوکانه ووت. شاه دوشمشېره ته چې ورسېد، ‎پښه نیولی شو: "مستوراتو ته ورشم‎، که ابن سینا ته؟"

 

تر لنډ سوچ وروسته مخ پر جادې وخوځېد: " دې ورځو کې پر مستوراتو ډېر خلک رامات وي، اول همدلته ځم. "

 

د لارې په اوږدو کې د خلکو شور او جگو غږونو بیا د خپلې لورکۍ له درده بیگاني زگېروي ور په یاد کړل. ګامونه يې ورو شول. د خپل ښي لاس پر لستوڼي یې خپلې اوښکې پاکې کړې او د لسو دقیقو لاره یې شلو دقیقو کې ووهله. روغتون ته په رسېدو، شاوخوا ته یې په ځیر ځیر وکتل. د روغتون له وره سره نږدې پایې ته ودرېد. پاڼه یې له جیب نه را وکښله او تر شونډو لاندې لګیا شو: "که د وخته خلاص شوم، خامخا کور ته ځم، که پاتې شوم بیا یوه پلمه به وکړم".

 

اوږده ساه يې واخیسته: "کور ته په تګ به اول خپله نازولې ډاکتر ته بیایم."

 

پاڼه یې خلاصه کړه او پر شکاستیپ یې پر پایې ونښلوله. یو لاروي ولوست:" فروشي بډوډي."

 

۱۴۰۰.۱.۲