هلمند کې بهر ته قاچاق کېدونکې لسګونه امریکایي وسلې ونیول شوې

هلمند کې بهر ته قاچاق کېدونکې لسګونه امریکایي وسلې ونیول شوې


  • 1 کال دمخه (06/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 503

سمسور نیوز (۱۷وری۱۴۰۲) سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د امریکایي ساخت لسګونه میله وسلې نیولي دي. 

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دېرش میله چره یي وسلې، چې په یوه موټر کې بار وې، د ګرمسیر ولسوالۍ په «صفار» سیمه کې نیول شوې دي.   

چارواکو ویلي، دوه تنه چې دغې وسلې یې له هېواده بهر قاچاق کولې، نیول شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې په وروستي یوه کال کې له هېواده بهر ته د زرګونه جنګي او نورو پوځي وسایلو له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی.