تېرو درېیو میاشتو کې ۱۲۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

تېرو درېیو میاشتو کې ۱۲۵ پاکستاني پولیس وژل شوي


  • 1 کال دمخه (07/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 496

سمسور نیوز (۱۸وری۱۴۰۲) د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې په خیبرپښتونخوا کې ۱۲۵ پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، په یاده موده کې پر پولیسو ټول‌ټال ۲۵ بریدونه شوي؛ خو تر ټولو ډېر بریدونه په جنورۍ کې شوي دي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو په ۱۵ بریدونو کې ۱۱۶ پولیس وژل شوي او ۱۹۹ نور ژوبل شوي دي.

په دغو بریدونو کې تر ټولو خونړی د جنورۍ په ۳۰ مه په پېښور کې د پولیسو په مرکز کې و، چې تر ۸۰ ډیر پولیس په‌کې ووژل شول.