رحمن الله ګربز ای‌پي‌اېل سیالیو کې خپله لومړۍ نيمه سليزه ووهله

رحمن الله ګربز ای‌پي‌اېل سیالیو کې خپله لومړۍ نيمه سليزه ووهله


  • 1 کال دمخه (07/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 842

سمسور نیوز (۱۸وری۱۴۰۲) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي رحمن الله ګربز د رويل چلنجر بنګلور لوبډلې پر وړاندې ای پي اېل ليګ کې خپله لومړۍ نيمه سليزه ترلاسه کړه. 

هغه د درېیوو شپږيزو او شپږ څلوريزو پر مټ په ۴۴ بالونو ۵۷ منډې جوړې کړې.  

د هند کرکټ غوره ليګ يا ای پي اېل سياليو په لړ کې تېره شپه کلکته نايټ رايډرز لوبډلې رويل چلنجر بنګلور ته د ۸۱ منډو په توپير ماته ورکړه.  

په دغه لوبه کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکل شويو شلو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې. 

د کلکتې لپاره په توپوهنه کې شرډول ټاکور ۶۸، رحمن الله ګربز ۵۷ او رينکو سېنګ ۴۶ منډې وکړې.  

رويل چلنجر بنګلور لوبډله د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو ونه توانېدله او ټولې لوبډلې د ۱۷٫۴ اورونو په لوبولو سره يوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.