د بندو دروازو تر شاه؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته

د بندو دروازو تر شاه؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته


  • 1 کال دمخه (08/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 549

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندو دروازو تر شاه د افغانستان په اړه ناسته کړې، خو جزیات یې لاهم نه دي رسنیز شوي.

ویل کېږي چې دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اتونبایوا هم وربلل شوي دي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې هم د اسلامي امارت پر دې اقدام خواشیني ښوودلې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې دا ګام د نړۍ وال بشر دوستانه قانون او بشردوستانه اصولو څخه سر غړونه ده.

په اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتل شوي چې خپله پرېکړه ژر تر ژره واخلي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د یادې ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن هم ویلي چې دا چاره ۲۸ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

بل لورته د کډوالو د نړیوالې ادارې«IOM» مشر انتونیو ویټورینو ویلي، خلکو ته د بشري مرستو رسولو کې د ښځو حضور حتمي دی او هیځ وخت به یې پرځای نارینه ونه ګمارل شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له لوري تېره چهارشنبه په ننګرهار کې د یوناما ښځينه کار کوونکو د فعالیت مخه ونیول شوه چې پراخ نړۍ وال غبرګونونه یې را وپارول.