د پاکستان د ملي امنیت کمیټې تېره ورځ اعلان کړی چې په ټول هېواد کې د حکومت خلاف د جنګېدونکو ډلو پر وړاندې نوي عملیات پیلوي.
د ملي امنیت د کمېټې په اعلامیه کې راغلي، تېره ورځ د شهباز شریف په مشرۍ د پوځي او ملکي مشرانو په شتون کې یوه غونډه ترسره شوې چې په کې پاکستان کې د جنګېدونکو ډلو خلاف عملیات پلان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، په دې غونډه کې یوه کمېټه جوړه شوې چې د دوه اوونیو په ترڅ کې به د توند لارو ډلو پر وړاندې د عملیاتو وړاندیز وکړی.
د دې عملیاتو هدف له ترهګرۍ څخه د پاکستان خلاصول دي.
د دې عملیاتو اعلان په داسې حال کې کېږي چې اوس مهال پاکستان په بشپړ ډول له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
بل لورته د پاکستان د حکومت خلاف جنګېدونکو ډلو لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي.