د متحده ایالاتو د سنا او استازو جرګې یو شمېر غړو ویلي چې د اوکراین امنیتي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو برخلاف د خپل هېواد دفاع کړې ده.
د ايډاهو جمهوري غوښتونکي سناتور جیم ریسچ ویلي چې له افغانستان څخه یې ډېر درسونه زده کړي دي.
هغه ویلي، اوکرایني ځواکونه په زړهورتیا جګړه کوي، خو افغان ځواکونو داسې ونه کړل.
د امریکا د ایلینوی ایالت څخه د استازو جرګې پخواني غړي ادم کینزینجر هم د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه له اوکرایني ځواکونو سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې افغان شریکانو جګړې ته لیوالتیا نه درلودله، خو ټینګار یې کړی چې په اوکراین کې وضعیت داسې نه دی.
هغه وويل اوکراين دا روښانه کړې ده، چې له روسیې سره جګړه کوي او هر ځل د دې جګړې لپاره مرسته هم غواړي.
دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د جمهوریت د سقوط پر مهال افغان ځواکونو له جګړې پرته ولایتونه له یو بل پسې پرېښودل، خو علت یې تر ننه روښانه نه شو.