سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د سمرقند غونډه کې ګډون کوي

سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د سمرقند غونډه کې ګډون کوي


  • 1 کال دمخه (08/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 604

سمسور نیوز (۱۹وری۱۴۰۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د سمرقند په سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون کوي.   

د روسیې ټاس خبري آژانس خبر ورکړی، چې سرګي لاوروف به د اپریل په ۱۳مه د ازبکستان په کوربه توب دې غونډه کې د روسي پلاوي مشري پر غاړه ولري. 

تمه ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت بحث وشي.  

روسیه چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د دې غونډې ګډونوال بلل شوي دي.