نوى فصل نوې تګلارې ته اړتيا لري


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1164

د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا حامد کرزى د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلانول د خلکو له ذهنونو نه دبحران، ګډوډيو او کړکېچونو د راپيدا کېدو هغه اندېښنې لرې کړې چې ولس يې له کاره ويستى و. دا مهال هغه پوښتنه چې د افغانانو او نړيوالو په ذهنونو کې پاتې ده هغه د افغانستان د راتلونکي دولت د څرنګوالي په اړه ده. د نيويارک ټايمز د رپورټ له مخې د امريکې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د ټيلفون له لارې د مبارکۍ ويلو ترڅنګ ګواښ هم کړى چې راتلونکى حکومت يې بايد له نړيوالو سره د همکارۍ يو نوى فصل پرانيزي، د اوباما په وينا دغه فصل کې بايد له اداري فساد او مخدره موادو سره مبارزه په خبرو کې نه بلکې په عمل کې وښودل شي.
ښاغلي کرزي هم په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې دا ومنله چې د اداري فساد له لاسه افغانستان په دنيا کې بدنام شوى او دا بد نوم بايد د افغانستان له حکومت نه لرې کړل شي. ښاغلى کرزى رښتيا وايي اداري فساد نه يوازې نړيوال بلکې افغانان هم له حکومت نه خوابدي کړي او ځينې سياستپوهان خو د روانو نا امنيو او د دولت د مخالفينو د زياتوالي بنسټيز لامل هم همدغه اداري فساد ښيي، دا چې اداري فساد څنګه حکومت ته ننوت، څنګه يې د ولس او دولت ترمنځ فاصله پيدا کړه او بايد په راتلونکي فصل کې يې څنګه مخه ونيول شي په دې اړه بايد ښاغلى کرزى په خپله تګلاره له سره غور وکړي. هغه څه ته چې ښاغلى کرزى ملي مشارکت وايي ايا دا خو به ديوه پټ ايتلاف او يا هم پخوانيو ناکارو مصلحتونو بل مخ نه وي؟، ايا دا خو به يو ځل بيا تېرې تجربې تکرار نه کړي؟. د تېرې دورې يوه لويه نيمګړتيا همدا وه چې د مصلحتي نظام له امله قانون حاکم نه شو، روابط په ضوابطو ځواکمن وو، مجازات او مکافات په نظر کې ونه نيول شول، خبره دې حد ته رسېدلې وه چې په فساد ککړ يو عادي چارواکى هم چا له خپلې دندې لرې کولاى نه شو.
لکه څنګه چې پخوا د ملي مصلحت په نامه وزارتونه، معينيتونه، سفارتونه او ان رياستونه هم د نړيوالو، تنظيمونو او زورواکانو له خوا پر خپلو پلويانو وېشل شوي وو، دا ځل اوازې دي چې ښايي په لږ توپير يانې د ملي مشارکت په نامه يو ځل بيا دولت پر تنظيمونو، کمپاينرانو اوديوه او بل پر ملاتړو ووېشل شي او کار اهل د کار ته ونه سپارل شي، که چېرې ښاغلي کرزي يو ځل بيا هغه تېره تجربه په نوي نامه او نوې بڼه تکرار کړي نو په راتلونکو پنځو کلونو کې دې هم د افغانستان خلک او نړيوال د اداري فساد او نا امنيو د ورکېدلو تمه نه کوي، ځکه وايي [ازموده را ازمودن خطا است] موږ وليدل چې څنګه دملي مصلحت په نامه راغليو ښاغليو په حکومت کې دننه د حکومت د بدنامۍ او څپڅپانده کولو لپاره کار کولو او څه ډول يې د ولس د زړونو پر ځاى د ولس پر سرونو حکومت کولو. که چېرې ښاغلى کرزى د ډلو ټپلو پر ځاى شخصيتونو ته د وړتيا، صداقت او وطندوستۍ له مخې دندې وسپاري نو ښايي له يوې خوا يو مثبت بدلون راشي او له بلې خوا به دولت له لاسه ورکړى باور بېرته ترلاسه کړي.
زه هيله لرم چې دغه ټولې ستونزې نړيوالو او ښاغلي کرزي درک کړې وي او ښايي يوازينى لامل يې همدا وي چې په ښکاره ډول ايتلافي حکومت ونه منل شو، خو خداى دې وکړي چې د پردې تر شا معاملې ونه شي او بيا ډلې ټپلې د افغانستان پر بېوسو خلکو حاکم نه کړي، ځکه د افغانستان خلکو کرزي ته په دې هيله رايه نه ده ورکړې چې بيا دې خلک د څو تنو زورواکانو په لاس يرغمل کړي، ولس غواړي د راتلونکو پنځو کلونو په بهير کې افغانستان کې يو عادل نظام وګوري چې زورور او کمزوري په کې ديوه قانون تر سيوري لاندې ژوند وکړي