هیندارې ته ودرېدم. کمیس مې سم و، نېکټايي مې نه وه په غاړه، سودا راولوېده چې په مرکه کې خو به ډېر بې نظمه نه ښکارم؟ وېښته مې په ګوتو سم کړل، ږمنځ کړي مې نه و.څومره وارخطا راغلی وم، وارخطا وم که بې نظمه وم؟ رښتیا یې ويلي، انسان ته چې څه مهم ښکاري وخت ورکوي. ما ته سوالونه مهم و، جامې ته مې پام نه و، ځان ته مې پام نه و. ډایریکټر راته تل وایي خلک اول تا ته ګوري بیا دې خبرو ته غوږ ږدي. خو لیکوال مېلمه مې داسې نه دی. دا دی راغی، په خپل ځای کېناست، لکه مرکه چې خپله ده تنظیم کړې وي او پوهېږي چې څه باید وکړي.
- لیکوال څوک دی؟
- لیکوال یا لیکواله هغه څوک دی یا ده چې یو څه یې ځوروي او دی یا دا یې د یادولو لپاره کلمات لري،دغه کلمات د ده یا د دې دي، د بل چا یا د بل څه لپاره نه دې ویل شوي.
- ما لیکوال یاد کړ تاسو لیکواله هم ورګډه کړه ولې؟
- دغه زموږ مشکل دی تل مو دا هېر وي چې دا هم شته، تل وایو لیکوال، خبریال ، سیاستوال، ډاکټر شاعر، خو دا هېروو چې لیکواله، خبریاله، سیاستوله، ډاکټره او شاعره هم شته.
- تاسو تل د ښځو یادونه کوئ، ځینې مو فېمېنسټ بولي، نو دا ټاپه یې پر ځای ده؟
- ولې یې باید یاده نه کړو، ایا د ښځو له شته والي انکار پکار دی؟ تاسو د ښځو له شته والي منکره یاست؟
- طبعآ شته.
- نو چې طبعآ شته طبعآ باید یاده هم شي.
- کله مو مینه کړې ده؟
- کله مې کرکه نه ده کړې.
- طبعآ خو ایا مینه مو کړې ده؟
- چې د کرکې نشتوالی طبعآ شو، مینه ولې طبعآ نه شي، ایا تاسو نه ده کړې؟
- ولې نه، خو زه اماده یم چې ښکاره یې ووایم ، ستاسو مشکل دا دی چې لیکنې مو له مینې ډکې دي خو میینه مو کله یاده نه کړه.
- ته بختور یې.
- یعنې څه؟ بخت څه وي؟
- هغه حالت چې ته یې لرې او بل یې نه شي لرلی زه یې بخت بولم.
- یعنې تاسو په بخت باور لرئ؟
- د ژوند په ځینو برخو کې کاملآ.
- ستاسو په باب ویل کېږي چې نه په بخت باور لرئ نه په ډېرو عاطفي شیانو.
- نه پوهېږم دغه خبرې خلک تر څه کوي، ما ځان نه دی پېژندلی نور به مې څه وپېژني. البته هره تېره شوې ورځ انسان ته ورښيي چې څه چې پرون ښه و حتمي نه ده چې نن دې هم ښه وي یا څه چې پرون بد و ضرور نه ده چې نن هم بد وي.
- خلک مو له لیکنو ارزوي.
- لیکنه د خپل وخت یو ځور دی، یو احساس دی، نن به مې په سر درد وي شاید سبا نه وي. نن به مې یو خوږ درد کړوي چې په رګ رګ کې یې احساسوم سبا شاید نه وي.
- یعنې ذهني ثبات نشته؟
- احساس او هغه هم هغه چې ځوروي دي یو شی دی او ذهني ثبات او بې ثباتي بله خبره ده. زه همدا اوس ستا له ځینو سوالونو ذهنآ ستړی کېږم خو له زړه دومره نه یم ځورېدلی چې کیسه پرې ولیکم.
- یعنې دا ژمنه کوئ چې له دې مرکې به کیسه نه لیکئ؟
- ته زما خبرې په دقت نه اورې، ومې ویل لا دومره نه یم ځورېدلی. او زه د اوس، د نن خبره کوم د سبا څه چې د یو ساعت وروسته ضمانت نشته.
- یعنې تر اوسه چې مې کومې پوښتنې کړي دي ذهنآ یې ستړی کړی یې، کومې پوښتنې داسې وې؟
- ته لکه چې پوښتنې نه لرې، راسره بنډار کوې.
- نه مرکه ده پوښتنې لرم خو ستاسو ځینې ځوابونه مې اړ باسي چې نور سوالونه وکړم. په هر حال که بېرته خپلو اصلي پوښتنو ته راشم، ځان لیکوال بولې که خبریال؟
- خبریالي ډوډۍ راکوي او لیکوالي مې زړه تشوي.
- نو کوم یو مهم دی؟
- ډوډۍ ته هغه وخت هوسېږم چې وږی یم.
- که مو څوک وستايي او ووايي ښه خبریال دی، یا ووايي ښه لیکوال دی، کوم صفت به ډېر درباندې ښه ولګېږي.
- که یې په دلیل راته ثابته کړي دواړه ستاینې منم او که هسې د ماشوم ګومان راباندې کوي او وايي ډېر ښه او د ښه له دلیله نه وي خبر ستاینه یې راباندې بوج کېږي.
- پوښتنې ډېرې وخت لږ دی، نو دا وروستی سوال هم کوم. که خدای مه کړه نه یاست روحآ به په څه ارامه یاست چې مینه وال مو پرې یاد کړي؟
- موږ انسانان په ژوندوني یو بل ځورو، په مړینه بیا اوښکې پرې بهوو، کله کله مې زړه وايي دا اوښکې په دې دي چې وایو ولې نشته چې ویې ځوروو. تر هغو چې ساه شته روحآ دې ارام یوو، تر هغه وروسته بیا له موږ پاتې کلمات دي، پر کلماتو قضاوت هر ډول کېدای شي، که منطق او استدلال یې سم وي، رد شوي کلمات مې هم روح نه ځپي.
ډایریکټر راته وویل نور وخت نشته. ځان ته مې پام شو. په تندې مې خولې راماتې شوې وې. د ستوډیو د تېزو څراغونو رڼا وه که د مرکې فشار و؟ هیندارې ته ودرېدم. په کاغذ مې خولې وچې کړې. په تندې مې تور رنګ وبهېد. لکه په رنجو لړلې سترګې چې اوښکه وبهوي او توره کرښه جوړه کړي. کاغذ ته مې وکتل. د لیکوال په لاس لیکله کیسه وه.
د سهار اته بجې او ۳۵ دقیقې
د مارچ ۳۱ مه ۲۰۲۰