په ایران کې د سعودي سفارت د پرانېستلو لپاره تېره ورځ د سعودي عربستان یو پلاوی تهران ته رسېدلي.
د سعودي رسنیو د خبر له مخې، یاد پلاوی به له ایراني چارواکو سره په دغه هېواد کې د سعودي د سفارت پرانېستلو په اړه خبرې وکړي.
یاد پلاوي په تهران کې د ایران د تشریفاتو له عمومي مدیر مهدي هنر دوست سره هم کتلي دي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې تېره پنجشنبه د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې سره وکتل.
دواړو لورو په دې لیدنه کې ژمنه کړې وه چې په خلیج سیمه کې به د امن او ټیکاو راتلو لپاره په ګډه کار کوي.
د دواړوه هېوادونو ترمنځ شاوخوا اووه کاله وړاندې وروسته له هغې اړیکې ترینګلې شوې چې په ایران کې د یو شعیه مذهبي مشر د اعدامېدو په غبرګون کې په تهران کې یو شمېر قهرېدلو لاریون کوونکو د سعودي په سفارت برید وکړ.