د تصمیم نیونې لپاره مهم ټکي:

د تصمیم نیونې لپاره مهم ټکي:


  • 1 کال دمخه (09/04/2023)
  • نصیر احمد نظري
  • 770

۱) مسئله باید ښه روښانه کړئ؛ مسئله یا موضوع باید دقیقه تعریف شي څو وکولی شئ سمه حل‌لاره ورته پیدا کړئ. د «څه غواړئ او څه باید ترسره کړئ» په اړه باید کامل معلومات ولرئ. 

 

۲) مشوره باید وکړئ؛ کله چې غواړی له کوم چا سره د یوې موضوع په باب مشوره وکړی، له هغه څخه باید یوازې معلومات او اطلاعات راټول کړئ؛ نه دا چې هغوی درته یوه مشخصه لار وښيي. ضرور نده چې بل څوک تاسې ته تصمیم ونیسي. بلکې هدف باید دا وي چې د زیاتو اطلاعاتو په راټولولو موضوع ښه تحلیل کړئ او درست تصمیم ونیسئ. 

 

۳) له (T) جدول څخه کار واخلئ؛ یو جدول وکاږئ او د هر احتمالي تصمیم ګټې او زیانونه ولیکئ. په هر تصمیم پورې د تړلو ګټو او زیانونو لیکل ډېر مهم دي؛ یوازې باید په ذهن بسنه ونشي. کله مو چې د هر تصمیم ګټې او زیانونه ولیکل؛ هر یوه ته نمرې ورکړئ. په پای کې هغه تصمیم انتخاب کړئ چې زیاتې نمرې یې اخیستې دي.