په بشري مرستو کې د مېرمنو شتون اړین دی

په بشري مرستو کې د مېرمنو شتون اړین دی


  • 1 کال دمخه (10/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 679

په افغانستان کې د یوناما پر ښځينه کارکوونکو له بندیز سره سم؛ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش یو وار بیا ویلي چې د حیاتي مرستو په رسوول کې د ښځینه کارکوونکو شتون ډېر اړین دی.

هغه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي،  په بشر دوستانه پرېکړو کې د ښځو او نجونو غږ کم رنګه شوی، خو که دوی هم شاملې شې، نو پایله به یې نوره هم مثبته وي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت له لوري په ننګرهار کې د یوناما پر ښځینه کار کوونکو بندیز ولګېد.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنې، یوناما او ګڼو نورو بنسټونو له اسلامي امارت وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو اسلامي امارت وايي، په دې اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.