سرپرست حکومت پر مسجد الاقصی برید وغنده

سرپرست حکومت پر مسجد الاقصی برید وغنده


  • 1 کال دمخه (10/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 650

ا.ا د اسرائیلو له لوري د بیت المقدس پر الاقصی جومات برید غندلی او دا یې یو وحشیانه بشر ضد جنایت بللی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د غاصبو اسرائیلو له لوري په مقدسو ځایونو او بې دفاع خلکو برید او له هغو سره تاوتریخوالی د نړۍ والو اصولو خلاف عمل دی.

په اعلامیه کې په ټولو مسلمانانو غږ شوی چې د فلسطینیانو له حقونو او داعیې څخه ملاتړ وکړي او پر هغوی د دغه ډول ظلمونو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې  اسرائیلي عسکرو لخوا د بیت المقدس په الاقصی جومات کې په مسلمانو لمونځ کوو ډزې وشوې چې له امله يې له سلو ډير فلسطیني لمونځ کوونکي ټپيان او د څلور سوو په شاوخوا کې نور ونیول شول.

اسلامي امارت پر مقدسو ځایونو برید د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی بللی.